Home خانه
بسم الله الرحمن الرحیم
«تَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ»
سورة المائدة : 2
د پیمان خیریه بنسټ د تآسیس په اړه معلومات
د پیمان خیریه بنسټ په ۱۳۹۳ هجري شمسي کال کي د لوګر په ولایت کې تاسیس شوې او په فعالیت یې پیل کړی دی. مؤسس او بنسټ اېښودونکی یې الحاج محمد شاه «پیمان» دی، چې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي اوسیدونکی دی، چې له تېرو ۲۳ کلونو راهیسې د خپل کورنۍ سره په سویډن کې اوسیږي.
دغي ټولني د ښه نیت او ښه احساس په منظور او د لوی خدای ( ج) د رضا د حاصلولو لپاره غوښتي دي چي خپلو بې وزلو او اړو هیوادوالو ته چې وروستیو څو لسیزو جګړو له ډېرو ناخوالو او ستونزو سره مخ کړي دي مرستي و رسوي. دغه ټولنه تر اوسه پوري بريالۍ شوې ده چې د دې تېرو درېيو کلونو فعالیت له لاري سلګوني بېچاره او بې بضاعته کورنۍ په ټول هیواد کې او په تېره بيا په لوګر او کابل ولایتنو کې د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې را و لي.
د پیمان خیریه بنسټ د خپلې اساسنامې او قوانینو له مخې یوه نا پېيلې خیریه، غیرې انتقاعي اوغیرې سیاسي بنسټ ده، چې په هیڅ حزب، ټولنې، قوم، سمت يا ژبې پورې تړاو نه لري.
د دې خیریه بنسټ ټولې مرستې په لومړي پيل کي د افغانستان له بې وزلو او اړو کورنیو سره پرته له کوم تبعیض لرلو، قوم يا ژبي پالنې او يا له سیاسته شوي دي.
د یادونې وړده چې د پیمان خیریه بنسټ ټولې شوې مرستې تر اوسه د الحاج محمد شاه پیمان په شخصي لګښت، چې د بسنټ مؤسس او بنسټ اېښودونکی دی، شوي دي.
تر اوسه د پیمان خیریه بنسټ د خپلي شخصي بودجې له لارې په دې لاندي برخو کې مرستې کړې دي:
پرژه های بنیاد خیریه پیمان
۱. د پيښور د اضا خېل په مدرسه کی د زده کونکو سره نغدی مرسته وشوه.
۲. د مغل خیلو د نجونو ښوونځی د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۴۵ زره افغانیو نغدي مرسته.
۳. د کمال خیلو د نجونو ښوونځی د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۴۵ زره افغانیو نغدي مرسته.
۴. د لوګر یوه جامع جومات ته د اوبو څاه جوړه شوه.
۵. د لوګر محبس له بندیانو سره مرسته وشوه.
۶. د پیمان خیریه بنسټ له یوشمېر اړمنو کورنیو سره د سل زره افغانی په ارزشت مرسته وکړه.
۷. د پیمان خیریه بنسټ د روژې د مبارکې میاشتې په پنځلسمه له یو شمېر بې وزلو او مسکینو کورنیو سره د ۶۰ زره افغانۍ په ارزښت د خوراکي موادو مرسته وکړه.
۸. د پیمان خیریه بنسټ د یوه ناروغ درملنه وکړه.
۹. د پیمان خیریه بنسټ ۱۴ بېوزلو کورنیو ته د اختر وچه میوه واخېسته.
۱۰. یک حلقه چاه آب آشامیدنی در شهر کابل به بهره برداری سپرده شد.
۱۱. مشکل نبود آب شامیدنی لیسه حسین خیل شهر کابل مرفوع گردید.
۱۲. در دارالحفاظ شاه دوشمشیره شهر کابل چاه آب آشامیدنی ساخته شد.
۱۳. مشکل آب آشامیدنی خانواده های منطقه کودامن شهر کابل مرفوع شد.
۱۴. د پیمان خیریه بنسټ له یوې کونډې سره مرسته وکړه.
۱۵. د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره حرفوی ښوونيز مرکز جوړوي.
۱۶. د پیمان خیریه بنسټ پر یتیمانو او بې وزلو د قربانۍ غوښه ووېشله.
۱۷. د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره حرفوی ښوونيز مرکز جوړوي.
د پیمان خیریه بنسټ ډاډ ورکوي، چې د خپلې اساس نامې له مخې به په را تلونکې کي په ټول هيواد کي خپلې هر اړخيزي بشري مرستې هغو هيوادوالو ته چې بېچاره او اړ وي و رسوي.
دا بنسټ غواړي، چې په امریکا، اروپا او کاناډا کې هم د میشتو افغانانو مالي مرستې د افغان بېوزلو کورنیو سره د مرستو لپاره را جلب کړي تر څو له دې لارې وکولای شي د افغانستان په دننه کې له سلګونو مسکینو او بې وزلو کورنیو سره چې په کابل، لوګر او یاهم نورو ولایتونو کي وي خپلي مرستي و رسوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه بنسټ په پام کې لري، چې په را تلونکې کي بهرنیو هیوادونو ته د بېوزلو ناروغانو کوم چي په افغانستان کي يې درملنه نه کيږي د لېږد او درملنې زمینه هم برابره کړي.
د دې بنسټ يو لوی او په زړه پوري هدف دا هم دی چي د امکان تر حده لومړی د لوګر ولايت په ښوونځيو کي د پوهني په برخه کي کي مرستي و کړي او بيا دغه مرستي نورو ولايتونو ته و غځوي څو د هيواد زدکوونکي له دې لاري پر خپلو پښو و دريږي.
په درناوي
الحاج محمد شاه پیمان
د پیمان خیریه بنسټ رئیس