Home خانه

!د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار د کارته نو په سیمه کی د یوې بیوزلی کورنۍ سره مرسته وکړ

د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار د کارته نو په سیمه کی د یوې بیوزلی کورنۍ سره مرسته وکړ!

کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، چهار شنبه، زمری ۱۷ مه

Kabul 13A 400د پیمان خیریه بنسټ د کابل د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د یوې ډېرې بېوزلې کورنۍ سره د خوراکی توکو مرسته وکړ.
دغه کورنۍ کۍ شپږ یتیم ماشومان او دری کونډی ژوند کوی، ډېره بېوزله کورنۍ  ده، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ څه نلري او اوس د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د خټو په یوه خونه کې شپې ورځې سبا کوي.
یادې مورکۍ  په ژړا غوني حالت د پیمان خیریه بنسټ ته وویل، چې بېوزلي ژوند مې سخت خراب کړی، د بېوزلۍ له لاسه اکثراً ماشومان ډنګر او مریضان دی، ډیری شپی ډوډی نلرو او وږی شپه او ورځ سبا کوو.
دغې مورکۍ له دېرې ژړا وروسته وویل، هره ورځ د خلکو په کورونو کې کار کوم ، کالي مینځمه او له دې لارې د خپلو بچیانو نفقه پیدا کومه، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي.
د پیمان خیریه بنسټ د دغې بیوزلې مور د ژوند له څېړلو وروسته ددوی د تریخ ژوند یوه ویدو په فیسبک کی خپاره کړه.
وروسته ښاغلۍ  محمد شاه پیمان د پیمان د خیریه بنسټ رئیس  له خوا، چې دا مهال په سویډن کې اوسیږي دغی کورنۍ سره د خدای ج د رضا لپاره د خوراکی توکو مرسته وکړ.

ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۲) کې وګورئ!
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۱) کې وګورئ!

 له دغې کورنۍ سره د یو بوجۍ اوړو، یو بوجۍ ورېجو، پنځه لیټره غوړیو، نیم من بورې، یو کیلو شین چای او د دولس بستو مالګې مرسته وشوه.
یادې میرمنې د پیمان خیریه بنسټ پر مرستې خوښې وښوده او د دغه خیریه بنسټ له مشر ښاغلي محمد شاه پیمان څخه یې د مرستو په برابرولو کې مننه او قدر داني وکړه او د نوموړۍ څخه یی د خوراکی توکو د مرستی په خاطر د زړه له کومی مننه وکړه.

د دغې بېوزلې او ناچاره مورکی د ژړونکي ژوند حال په خپاره شویو انځورونو او ویډیو کې وګورئ، تاسو به هم حیران شی ، چې دا مور څه ډول ژوند لري.

هغه هیوادوال، چې غواړي له دې بېوزلې کورنۍ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.