Home خانه
یوې افغانې میرمنې د یوه ناروغ د درملنې لپاره مرسته وشوه
یوې افغانې میرمنې د یوه ناروغ د درملنې لپاره مرسته وشوه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، زمري ۲۸ مه
د پیمان خیریه بنسټ د رئیس الحاج محمد شاه پیمان میرمنې بي بي حاجي د یوه ناروغ د درملنې په موخه د ۵ زرو نغدو افغانیو مرسته وکړه.
دغه مرسته له یوه داسې ناروغ سره شوې ده، چې په ډېرې بېوزلې کورنۍ کې ژوند کوي او د خپلې درملنې توان هم نه لري.
یاد ناروغ دا مهال د پیسو د نه لرلو له امله له خپلې درملنې بې برخې دی او د خپلې ناروغۍ دردونه د خوب په بیستره کي تیروي.
یاد ناروغ په اصل کي د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکی دی خو دا مهال د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د یوه خپلوان په کور کې اوسیږي.
نوموړي ناروغ د یادې مرستې په تر لاسه کولو خوښي وښوده او ویې ویل، چې په دې پیسو سره به خپله درمنله وکړي.
هغه له دولتي چارواکو او شتمنو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د درملنې په برخه کې ور سره مرسته وکړي.
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۳) کې وګورئ!
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۲) کې وګورئ!
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۱) کې وګورئ!
له یاد ناروغ سره له دې مخکې د پیمان خیریه بنسټ او د لوګر د بره کي برک ولسوال محمد امین رحیم د نغدو پیسو او خوراکي موادو مرستې کړې دي.
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.
زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.