Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د یوې بېوزلې کورنۍ لاسنیوی وکړ

د پیمان خیریه بنسټ د یوې بېوزلې کورنۍ لاسنیوی وکړ

پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، زمري ۲۸ مه

Logar 15A 400د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د احمدزیو د کلي له یوې بیوزلې کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی جاوید پیمان د خدای ( ج ) د رضا او لوی  اختر د را رسېدو په ویاړ کړې ده.
په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته  د ۴ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي لکه ( یوه بوجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای، یوه بسته مالکه، یو من کچالو، یو من پیاز او ۵ کیلو د کالیو مینځلو پوډر ورکړل شوي.

یادې کورنۍ پر شوې مرستې خوښي وښوده او ویې ویل، چې د لوی اختر لپاره یې هیڅ خوراکي مواد نه درلودل، خدای ( ج ) دې جاوید جان او د پیمان خیریه بنسټ رئیس محمد شاه پیمان ته په دنیا او آخرت کې خیر ور کړي، چې له ما سره یې مرسته وکړه.

هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.

زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.