Home خانه
!درنو هېواد والو! نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه
درنو هېواد والو! نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!
دلوی اختر په پار د نړۍ ټولو مسلمانانو ته، په ځانګړې توګه خپلو ګرانو هېواد والو ته د زړۀ له تله مبارکي وړاندې کوم. هيله مند یم چې ستر رب مو د همدې نېکمرغه اختر په حرمت له ګران هېواد څخه د جګړې، تربږنۍ، ویر، او ظلم تغر ورک او د سوکالۍ، وروولۍ او مینې پر تغر مو سره راغونډ کړي. د نیکمرغه لوی اختر شپې او ورځې مو له خوښیو ډکې او قربانیانې مو د لوی رب په دربار کې قبولې شه.
په پای د ګران هېواد له ټولو امنیتي ځواکونو څخه د زړۀ له کومي مننه کوم، چې خپلو هېواد والو ته په هر ډول شرایطو کې د استقامت او ژمنې ټټر وهي.
درنښت! سیلاني