Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ پر کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشله
د پیمان خیریه بنسټ پر کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشله
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، زمري ۳۰ مه

دغه قربانۍ د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» نن سه شنبه د نیکمرغه لوی د لمانځه له ادا کولو وروسته د لوی خدای (ج) د رضا او د حضرت ابراهیم (ع) د یاد پرځای کولو په خاطر وکړه.
په دې قربانۍ کې ۶۴ کورنیو ته یوه - یوه کیلو او ۷ نورو کورنیو ته درې – درې کیلو غوښه ورکړل شوه، څو یادې کورنۍ د لوی اختر له خوښۍ څخه په پوره توګه برخمنې شي.
د مغل خیلو د کلي یوه اوسیدونکي محمد جاوید وایي؛چې د پیمان خیریه بنسټ له دې غوښې سره کونډې، یتمیان او بې وزلۍ کورنۍ د اختر له خوښیو په بشپړه توګه برخمنې کړې او اوس دغه کورنۍ داسې فکر نه کوي، چې دوی قرباني نه لري.
د واغجان د کلي یوه اوسیدونکي عبدالعزیز وویل؛ چې د قربانۍ توان یې نه درلوده، خو د پیمان خیریه بنسټ نن یوه کیلو غوښه ورکړه او دی یې له ناهیلۍ څخه وژغوره.
هغه له ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» څخه مننه وکړه؛ چې په دې مبارکه ورځ یې د دوی د کلي بېوزلو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشله.
باید وویل شي، چې ښاغلی الحاج سلیم عابد پیمان په اصل کې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي اوسېدونکی دی، چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره له هیواده بهر په سویډن کې اوسیږي.
د یادونې وړده؛چې د پیمان خیریه بنسټ رئیس هر کالې ورته قرباني کړې ده او غوښه یې پر کوڼدو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو باندې وېشلې ده.
قرباني يو ابراهيمي ياد دى؛دا د الله جل جلاله په لار کې يو ډول سرښندنه او د الله جل جلاله د مننې اداء کول هم دي، کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي، نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي، چې بډای او فقیر یو د بل تر څنګ خوښي کوي، چې دا خوښي په یوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.
د ذوالحجې لسمه ، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي ، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي . خو په دې درېو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري.
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.
زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.