Home خانه

پر وطن او خاورې مين سرباز اجمل ستاسو د مرستی په انتطار کی

پر وطن او خاورې مين سرباز اجمل ستاسو د مرستی په انتطار کی

Askar 400 پر وطن او خاورې مين سرباز اجمل د ګلاب زوی چې له پنڅو کلونو را په دې خوا یې ددې هېواد او ولس دننګ او عزت لپاره سينه سپر کړې وه، اوس له ډېرې بې وزلۍ په کور ناست او دخپلو سختو ټپونود درملنې پيسې نه لري.
اجمل؛ چې د ( ۲۰۹ ) شاهين قولواردو، د لومړۍ لېوا، دريم کندک او څلوم ټولي کې د سرباز په توګه دنده ترسره کوله... 
دی د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د هېواد له دښمنانو سره په مخامخ جګړه کې سخت ټپي شو او په ۲۳-۶-۱۳۹۷ ه.ش کال د سردار محمد داود خان روغتون ته را راوړل شو، چې له بده مرغه يې په دې روغتون کې درملنه ونشوه او نوموړی له دې روغتون څخه بهر او کور ته ولېږدول شو... 
اوس دی د خپلې درملنې لپاره دومره مالي امکانات نلري چې په هېواد دننه يا بهر کې يې درملنه وکړي... 
اتل اجمل د ملي وحدت پر حکومت او ټولو بهرمېشتو او افغانستان مېشتو افغانانو غږ کوي چې ورسره مرسته وکړي، ترڅو خپله درملنه پرې وکړي او د خپلې کورنۍ او هېواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي...