Home خانه
د پيمان خيريه بنسټ لخوا د څلورم ځل لپاره يوې بې وزلې کورنۍ سره مرسته وشوه
د پيمان خيريه بنسټ لخوا د څلورم ځل لپاره يوې بې وزلې کورنۍ سره مرسته وشوه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، سلواغه ۱۵ مه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل په ارزان قیمت سیمه کی له یوې بیوزلې کورنۍ سره د خوراکي توکو تر څنګ نقدې پیسیې مرسته هم وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان مشر زوی ښاغلي جاوید عابد د خدای ( ج ) د رضا او د ژمی او سختو واورو له کبله دا بیوزلی یتیمانو او کونډو کورنۍ سره کړې ده.
په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د ۳۲۰۵ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي لکه ( یوه بوجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره او یو کیلو شین چای او ۱۰۰۰ افغانی نقد ورکړل شو.
یادې کورنۍ پر شوې مرستې خوښي وښوده او ویې ویل، چې د خپل د تودوخی او د ماشومانو دخوراک لپاره یې هیڅ خوراکي مواد نه درلودل، خدای ( ج ) دې جاوید جان او د پیمان خیریه بنسټ رئیس محمد شاه پیمان ته په دنیا او آخرت کې خیر ور کړي، چې له ما سره یې مرسته وکړه.
دا مرسته نن د پیمان د خیریه بنسټ دکابل او شرقی زون ولایتونو مسؤل ښاغلې استاد تمهیدالله (سیلانی) او د پیمان دخیریه بنسټ د مالی چارو مسؤل ښاغلې محمد شریف ( یوسفزی) په وسیله سره ددی چی هوا ډیرسړه او واوره ډیر زیات اوریدلی وه ، خو سره له دی ټولی ستونزی یی دا مرسته په ډیر صداقت او پوره امانتدارۍ دغه بیوزلی کورنۍ ته ورسول خدای ج دی دوی دواړو ته اجر او ثواب په نصیب کی کړی. آمین
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو کې وګورئ!
ګرانو هېوادوالو! که غواړئ چې خپلې مرستې، صدقې او خيراتونه مو په پوره امانتدارۍ سره خپلو بې وزلو هېواد والو ته ورسيږي، نو له پيمان خيريه بنسټ سره په اړيکه کې شئ .
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.
زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.