Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له یوشمېر اړمنو کورنیو سره د سل زره افغانی په ارزشت مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له یوشمېر اړمنو کورنیو سره د سل زره افغانی په ارزشت مرسته وکړه

Wagh Jan 1 200 د پیمان خیریه بنسټ د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ له ۲۲ بې وزلو، ګونډو او یتیمانو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان د خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» د شخصي بودجې په مرسته له اړمنو کورنیو سره شوې ده.
نوموړې مرسته د واغجان، مغل خیلو او دهنو له ۱۶ کورنیو او دغه راز د  کابل د ارزان قیمت له ۶ کورنیو سره د روژې د مبارکې میاشتې له را رسېدو مخکې شوې ده، چې ټول ګونډې، یتیم او بېوزلې کورنۍ دي. 

 د دې مرستې ارزښت سل زره افغانۍ کیږي، چې هرې کورنۍ ته دوه بوجی اوړه، دوه بوجی وریجې، دوه پیپه پنځه کیلویي غوړي، دوه کیلو شین چای، پنځه کیلو بوره او درې کیلو غوښه ویشل شوي دي.د پیمان خیریه بنسټ یاده مرسته د لوی خدای (ج) د رضا حاصلولو، د روژې مبارکې میاشتې په احترام او دغه راز د بېوزلو کورنیو د لاس نیوی په موخه کړې ده.