Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د روژې د مبارکې میاشتې په پنځلسمه له یو شمېر بې وزلو او مسکینو کورنیو سره د ۶۰ زره افغانۍ په ارزښت د خوراکي موادو مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ د روژې د مبارکې میاشتې په پنځلسمه له یو شمېر بې وزلو او مسکینو کورنیو سره د ۶۰ زره افغانۍ په ارزښت د خوراکي موادو مرسته وکړه

Wagh Jan 2 200دغه مرسته ، چې ۶۰ زره افغانۍ ارزښت لري چې هرې کورنۍ ته دوه بوجی اوړه، دوه بوجی وریجې، دوه پیپه پنځه کیلویي غوړي، دوه کیلو شین چای، پنځه کیلو بوره او درې کیلو غوښه ویشل شوي دي. د کابل ښار د کارته نو او دغه راز د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د واغجان، دهنو، مغل خیلو او زرغون ښار د کلیو له اوسیدونکو سره شوې ده.

 

ددې کورنیو په هکله بشپړ راپور په ویدیو کې وګورئ!

 د پیمان خیریه بنسټ یاده مرسته د لوی خدای (ج) د رضا حاصلولو، د روژې مبارکې میاشتې په احترام او دغه راز د بېوزلو کورنیو د لاس نیوی په موخه کړې ده. 
د یادونې وړده ، چې د پیمان بنسټ یوه خیریه بنسټ ده، چې په بیلا بیلو برخو کې له خپلو هیوادوالو سره مرستې کوي.