Home خانه

په کابل ښار کې له ۱۷ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو نغدي مرسته وشوه

په کابل ښار کې له ۱۷ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو نغدي مرسته وشوه

کابل، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، غبرګولی ۳ مه ۱۳۹۸

Kabul 2019 400د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار له ۱۷ بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه. 
په کابل کې د پیمان خیریه بنسټ مرکزي سیمه ییز دفتر پنځه زره داسې کورنۍ ثبت کړې دي، چې ټول نغدي او د خوراکي موادو مرستو ته کلکه اړتیا لري.
هغه مرستندویه موسسې، د بهرنیو هیوادونو سفارتونه، په بهرنیو هیوادونو کې میشت افغانان، ملي سوداګر، هټیوال او شتمن، چې غواړي له اړمنو کورنیو سره د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ مرستې وکړي، د پیمان خیریه بنسټ چمتو دی، چې د دوی مرستې پر اړمنو کورنیو ته ورسوي.  
د روژې مبارکه میاشت د خیر، برکت، فضایلو، او عبادتونو میاشت ده، خیر رسول او له نورو سره مرسته په هر وخت کې یو نیک او اړین عمل دی، خو د روژې په مبارکه میاشت کې د اړتیا لرونکو خلکو لاسنیوی او له هغوی سره مرسته کول، له دیني ارشاداتو او انساني عواطفو څخه دی.
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.

زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.

ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!