Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ په پيښور کی ۲۰۰ میشت افغان کډوالو پر کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشله
د پیمان خیریه بنسټ په پيښور کی ۲۰۰ میشت افغان کډوالو پر کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشله
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، ثور ۶ مه ۱۳۹۹
د پیمان خیریه بنسټ په پيښور ۱۱۵۰۰۰ کلدارو په ارزښت یو ګامیښه د خدای ج د رضا لپاره د روژی د مبارکی میاشتی نه یوه ورځ مخکی خیرات کړ چی غوښه یی پر ۲۰۰ میشت افغان کډوالو کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو غوښه ووېشله.
دغه خیرات د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» مېرمینی اغلۍ بی بی حاجی نن د جمعی د لمانځه له ادا کولو وروسته د لوی خدای (ج) د رضا په خاطر وکړه.
په دې صدقه کې ۲۰۰ کورنیو ته غوښه ورکړل شوه، څو یادې کورنۍ د دی مرستی نه خوشحال شول.
د نوښار د کلي یوه اوسیدونکي محمد جاوید وایي؛ چې د پیمان خیریه بنسټ له دې غوښې سره کونډې، یتمیان او بې وزلۍ کورنۍ د روژی له خوښیو په بشپړه توګه برخمنې کړې.
ددی کلي یوه اوسیدونکي عبدالعزیز وویل؛ چې دغوشه اخیستلو توان یې نه درلوده، خو د پیمان خیریه بنسټ نن غوښه ورکړه او دی یې له ناهیلۍ څخه وژغوره.
هغه له ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» او د هغه مېرمینی بی بی حاجی څخه مننه وکړه؛ چې په دې روژی مبارکه ورځ یې د دوی د کلي بېوزلو کورنیو ته د خیرات غوښه ووېشله.
باید وویل شي، چې ښاغلی الحاج سلیم عابد پیمان په اصل کې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي اوسېدونکی دی، چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره له هیواده بهر په سویډن کې اوسیږي.
د یادونې وړده؛ چې د پیمان خیریه بنسټ رئیس هر کالې ورته مرست کړې ده او غوښه یې پر کوڼدو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو باندې وېشلې ده.
صدقه؛ دا د الله جل جلاله په لار کې يو ډول سرښندنه او د الله جل جلاله د مننې اداء کول هم دي، کله چې بډايان د صدقه اوخیرات غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي، نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي، چې بډای او فقیر یو د بل تر څنګ خوښي کوي، چې دا خوښي په یوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې اړېکه ونیسي.