Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ ۱۴ بېوزلو کورنیو ته د اختر وچه میوه واخېسته

د پیمان خیریه بنسټ ۱۴ بېوزلو کورنیو ته د اختر وچه میوه واخېسته

Mewa 200د پیمان خیریه بنسټ د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت له ۱۴ بېوزلو او اړ کورنیو سره د اختر د وچې میوې مرسته وکړه.
یاده مرسته د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند  د یو شمېر سیمو له اوسیدونکو سره د کوچني اختر له را رسېدو یو ورځ مخکې شوې ده.
د دغې مرستې ټول قیمت ۱۸ زره افغانۍ کیږي، چې د پیمان خیریه بنسټ یادو کورنیو ته پرې د اختر وچې میوې اخیستې دي.

د پیمان خیریه بنسټ یاده مرسته د لوی خدای (ج) د رضا حاصلولو، د کوچني اختر په احترام او دغه راز د بېوزلو کورنیو د لاس نیوی په موخه کړې ده.