Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګوي

د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګوي

د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر
چهارشنبې د لړم ۱۰ مه

Masjed 400د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د واغجان په سیمه کې د امام کوفي جومات د بیاررنګول چارې پیل کیږی.
یاد جومات د واغجان د کلي د قومي مشرانو په غوښتنه د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» په شخصي لګښت بیاررنګ کیږي.
د امام کوفي جومات ته نوی رنګ ورکول کیږي، چې د رنګه ولو چارې به یی په شلو ورځو کې پای ته ورسیږي.
د واغجان د کلي قومي مشر استاد محمد ولي  د پیمان خیریه بنسټ له رئیس څخه مننه او قدرداني وکړه.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

 هغه وویل، چې د دوی د کلي اوسیدونکي د جومات بیا رنګولو ته ډېر خوښ دي او د الحاج محمد شاه «پیمان» دا خدمتونه او زحمتونه به هیڅکله هیر نه کړي.
د یادونې وړده، چې د پیمان خیریه بنسټ له دې مخکې هم د مغل خیلو په سیمه کې د یوه جومات د جوړولو چارې پیل کړې دي.