Home خانه
یو افغان ناروغ ماشوم د خپلې درملنې لپاره د مرستې غوښتونکی شو
یو افغان ناروغ ماشوم د خپلې درملنې لپاره د مرستې غوښتونکی شو
د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر
په کابل ښارکې یو افغان ناروغ ماشومان د خپلې درملنې لپاره له مرسته کوونکو موسسو، سوداګرو او شمتنو خلکو څخه د خپلې درملنې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
یاد ماشومان د خپلې درملنې غوښتنه د پیمان خیریه بنسټ له مطبوعاتي دفتر سره د یوې ځانګړې مرکی پر مهال کړې ده.
دغه ماشومان رامین جان نومیږي، ۱۴ کاله عمر لري او د کابل ښار د کارته نو د نعمان په سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي.
د یاد ماشومان کورنۍ یوه بېوزله کورنۍ ده او د دې توان نه لري، چې د خپل ناروغ شوي ماشوم درمنله وکړي.
نوموړی ماشومان له ۷ کلنۍ راپدیخوا د زړه ځیګر په ناروغۍ اخته شوی، اوس یې حالت د اندیښنې وړ دی او که چیرې درمنله یې ونه شي نو ښایي چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
رامین جان په ژړا غوني حالت له مرسته کوونکو موسسو، سوداګرو او شتمنو هیوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د درملني په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
هغه موسسې، ملي سوداګر او شتمن هیوادوال، چې غواړي د یاد شوي ناروغ په درملنه کې مرسته وکړي، کولای شي، چې مستقیما په کابل کی د نوموړۍ ناروغ ماشوم پلار قند اغا سره په ( ۰۷۸۵۸۹۴۲۹۹ ) شمېرې په اړېکه شي.
نور حال د دغه ماشومان په مرکه کې واوری.