Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له دوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له دوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

لوگر، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر جمعه، غویي ۲۸ مه

Logar Afghanistan 2018 05 18 400د پیمان خیریه بنسټ له خوا د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ له دوو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وکړه. په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلوبوره، یوکیلوشین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول.

دغه کورنۍ د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار او مغل خیلو د کلي اوسېدونکي دي، چې د دوی په غوښتنه یاده مرسته وشوه. د پیمان خیریه بنسټ له دې وړاندې د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ د کابل له ۱۷ او د لوګر له ۳۷ کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.