Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ له دوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له دوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبه، غبرګولي ۳۱ مه
د پیمان خیریه بنسټ له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خپلو مرستو د دوام په لړ کې بیاهم له دوو ډېرو بېوزلو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه.
یادې کورنۍ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د سیمې اوسېدونکي دي، چې دا مهال د کابل ښار په کارته نو سیمه کې ژوند کوي.
دغه مرسته د لوی خدای ج د رضا لپاره د پیمان خیریه بنسټ رئیس محمد شاه پیمان او د ده زوی جاوید پیمان کړې ده.
په دې مرسته کې یوې کورنۍ ته ۳ زره افغانۍ نغدي پیسې او یوې بلې کورنۍ ته ۱۲۶۰ افغانۍ نغدي پیسې او د ۳۰۹۰ افغانیو په ارزښت یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ ورېجې، پنځه لېټره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس پاکټه مالګه ورکړل شوي.
د پیمان خیریه له دې مخکې د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ د پلازمینې کابل په ګډون د لوګر او ننګرهار ولایتونو له ( ۱۶ ) بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د نغدي پیسو او خوراکي توکو مرستې کړې دي.