Home خانه
په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه
په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه
ښاغلئ الحاج محمد شاه «پیمان» چي په ستوکهولم کښي د پښتو او دري ژبو د ښوونکي په توګه دنده لري او د پښتو ژبي د ويب ډيزاين مسولیت هم په غاړه لري د يوه سفر په ترڅ کښي په پيښور کښي د ضا خېل د کمپ د مهاجرو افغانانو د يوه ښوونځي څخه کتنه وکړه او یو شمیر زده کوونکو سره یی نغدی مرسته هم وکړه.
د لوګر محبس له بندیانو سره مرسته وشوه
د لوګر محبس له بندیانو سره مرسته وشوه
د لوګر ولایت په محبس کې له شته ۱۴۸ تنو زندانیانو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وشوه.
د دغو مرسته شویو موادو د ویشلو په مراسمو کې، چې پرون د کوچني اختر په لومړي ورځ په یاد محبس کې جوړه شوې وه والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا غړو او ځینو نورو محلي چارواکو ګډون کړی و.
د لوګر والي محمد حلیم فدایي د الحاج محمد شاه «پیمان» د یادې مرستې ستاینه وکړه او دا یې له زندانیانو سره د هغه ستره خواخوږي وبلله . ...
یاده مرسته د کوچني اختر په ویاړ په سویډن کې میشت د لوګر یوه اوسیدونکي ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» وکړه ، چې ټول ۷۴ زره افغانۍ ارزښت لري.
د لوګر یوه جامع جومات ته د اوبو څاه جوړه شوه
د لوګر یوه جامع جومات ته د اوبو څاه جوړه شوه
د لوګر مرکز اړوند د امیر المؤمین حضرت عثمان (رض) ذی النورین جامع جومات ته د څښاک د پاکو اوبو څاه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې څاه په پرانیست غونډه کې د نوموړي جومات ملا امام، د سیمې قومي مشرانو او د جومات لمونځ کوونکو برخه اخیستې وه.
قومي مشر الحاج محمدګل وویل، چې یاده څاه په سویډن کې میشت د ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» په شخصي لګښت جوړه شوېده، چې ۳۳۸۹۲ افغانۍ پرې لګیدلي دي.
هغه زیاته کړه، چې دغه څاه لاسي بمبه او د آببازک سیستم لري، د ۳۰ مترو په ژور والي سره کېندل شوې ده او هم د اوبو د ذخیرې او اوداسه ځایونه لري.
د مغل خیلو د نجونو ښوونځی د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۴۵ زره افغانیو نغدي مرسته
د مغل خیلو د نجونو ښوونځی د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۴۵ زره افغانیو نغدي مرسته
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبه زمري ۲۱ مه
په سویډن کې میشت د لوګر یوه زړه سوانده او پر هیواد مین اوسیدونکي د د مغل خیلو د نجنو ښوونځی د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۴۵ زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه مرسته د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د ملایم خیلو د کلي یوه اوسیدونکي ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» چې دا مهال له خپلې درنې کورنۍ سره په سویډن کې اوسیږي د خدای (ج) د رضا لپاره کړې ده.