Home خانه
دفتر بنیاد خیریه پیمان به دارالعلوم محمدی لوگر منتقل گردید
دفتر بنیاد خیریه پیمان به دارالعلوم محمدی لوگر منتقل گردید
لوگر، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
به اساس فیصله مسؤلین بنیاد خیریه پیمان دفتر این بنیاد از ریاست معارف لوگر به دارالعلوم محمدی انتقال گردیده است.
دفتر بنیاد خیریه پیمان قبلآ طبق فیصله مجلس اداری محترم مقام ولایت لوگر در داخل ریاست معارف لوگر فعالیت داشت.
حال دفتر متذکره طبق مجلس شورای اداری این بنیاد از ریاست معارف به داخل دارالعلوم محمدی منتقل گردیده است.
بنیاد خیریه پیمان قبلآ در شهر کابل و ولسوالی محمدآغه لوگر نیز دو دفاتر داشت که این دو دفاتر طبق فیصله مجلس اداری این بنیاد به دارلعلوم محمدی مدغم شده است.
د خدای ج رضا حاصل کړی او د روژی مبارکی میاشتی ثواب وګټی او ددغه کونډی مورکی دعا واخلی
د خدای ج رضا حاصل کړی او د روژی مبارکی میاشتی ثواب وګټی او ددغه کونډی مورکی دعا واخلی
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
هېواد والو! په خپلو مرستو د یوې مظلومې کورنۍ ژوند وژغورئ.
احسان الله او ورونه یې چې لا ماشومان دي، د اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي. دی کله رنګ مال سره شاکردي کوي، کله مندوي کې له خپلو ورونو سره شاقه کارونه کوي.... په دې ډول د خپلې کورنۍ مصارف پوره کوي. هغه وايي: موږ د ورځې ۳۰۰ کلدارې ګټو او په دې دکور سرپرستي کوو..
ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه
ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مې له یو ناروغ فتح الله سره د یو ملګری په دوکان کی مصاحبه کړې وه، نن ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، نوموړی مریض فتح الله سره د خوراکي توکو مرسته مرسته کړې، دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان مشر ځوی ښاغلي جاوید (عابد) د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وکړه. په دې مرسته کې پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلوبوره، یوکیلوشین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول. چې دپیمان خیريه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې
ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مې له ناروغ او بوډا باباجان سره مصاحبه کړې وه، نن یو ورور ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې، چې دپیمان خیريه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه
ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مو چې یوې بې وزلې مورکۍ سره مصاحبه کړې وه، یو ورور ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه، چې دپیمان خیریه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
د پیمان خیریه بنسټ له دوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له دوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
لوگر، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر جمعه، غویي ۲۸ مه
د پیمان خیریه بنسټ له خوا د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ له دوو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وکړه. په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلوبوره، یوکیلوشین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر پنجشنبه، غویي ۲۷ مه
په ننګرهار کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ تمهیدالله سیلانی نن د روژی مبارک په لمړۍ ورځ د یو اړینی بیوزلی کورنۍ سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا مورکۍ د ننګرهار ولايت په انګور باغ سيمه کې اوسيږي، خاوند يې څو کاله پخوا مړ شوی.
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتودفتر دوشنبه، غویي ۲۴ مه
د پیمان خیریه بنسټ په لوګر کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو،معیوبینو،معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه،چې ۱۱۸۶۷۵ افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۲ کورنیو ته، په هرې کورنۍ د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه،۲۴ کیلو ورېجې،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې پنځو کورنیو ته ۲۲۶۷۵ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې په هرې کورنۍ ۷ زره، ۶ زره، ۴ زره، ۳۶۷۵ او ۲ زره افغانۍ ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
شنبه، غویي ۲۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر
په کابل ښار کې له ۱۷ کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو سره د پیمان خیریه بنسټ د خوراکي موادو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د لوی خدای (ج) د رضا، د ثواب لاسته راوړلو او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ وکړه، چې ټول ټال ۱۰۴۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې ۱۵ کورنیو ته د ۴۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي او دغه راز له دوو نورو کورنیو سره ۵۹۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
یو افغان ناروغ ماشوم د خپلې درملنې لپاره د مرستې غوښتونکی شو
یو افغان ناروغ ماشوم د خپلې درملنې لپاره د مرستې غوښتونکی شو
د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر
په کابل ښارکې یو افغان ناروغ ماشومان د خپلې درملنې لپاره له مرسته کوونکو موسسو، سوداګرو او شمتنو خلکو څخه د خپلې درملنې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
یاد ماشومان د خپلې درملنې غوښتنه د پیمان خیریه بنسټ له مطبوعاتي دفتر سره د یوې ځانګړې مرکی پر مهال کړې ده.
دغه ماشومان رامین جان نومیږي، ۱۴ کاله عمر لري او د کابل ښار د کارته نو د نعمان په سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي.
د یاد ماشومان کورنۍ یوه بېوزله کورنۍ ده او د دې توان نه لري، چې د خپل ناروغ شوي ماشوم درمنله وکړي.
نوموړی ماشومان له ۷ کلنۍ راپدیخوا د زړه ځیګر په ناروغۍ اخته شوی، اوس یې حالت د اندیښنې وړ دی او که چیرې درمنله یې ونه شي نو ښایي چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
شنبه، وري ۱۱ مه
د پیمان خیریه بنسټ له لوري د کابل او لوګر ولایتونو له څلورو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ مشر ښاغلي محمد شاه پیمان کړې ده، چې نږدې ۱۱ زره افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې د کابل ښار درېیو کورنیو ته یوه بوجۍ وریجې، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای او یوه بسته مالګه او د لوګر یوې کورنۍ ته یوه بودجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای، یوه کلیو غوښه او یوه بسته مالګه ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
دوشنبه، کب ۲۸ مه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د واغجان په کلي کې د امام کوفي (رح) جومات ته نوی رنګ ورکړل شو.
دغه جومات ته د پیمان خیریه بنسټ له خوا نوی رنګ ورکړل شوی، چې پر رنګولو یې ۱۲ زره افغانۍ لګیدلي دي.
د پیمان خیریه بنسټ یاد جومات د لوی خدای (ج) د رضا لپاره د واغجان د کلي د قومي مخورو په غوښتنه رنګ کړی دی.
د واغجان د کلي اوسیدونکي وایي،، چې دوی د جومات رنګولو ته ډېر خوښ دي او د پیمان خیریه بنسټ دا اسلامي خدمتونه ستایي.
جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۷
د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
پنجشنبه، کب ۲۴ مه
د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د رحمن مینې له لسو کونډو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د پیمان خیریه بنسټ په سیمه ییز دفتر کې جوړه شوې وه، په کابل ښار کې د دغه بنسټ د سیمه ییز دفتر مسوول محمد ناصر غیرت او ځایي قومي مخورو ګډون کړی وو.
دغه مرسته د لوی خدای ( ج ) د رضا لپاره د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان وکړه، چې ۱۵۱۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ورکړل شول، چې د هرې کورنۍ مرسته ۱۵۱۰ افغانۍ ارزښت لري.
د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار په ساحوي دفتر کې نهه سوه ثبت کورنۍ لري، چې دغه ټولې کورنۍ د خوراکي موادو مرستې ته اړتیا لري.
د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه
چهارشنبه، کب ۲۳ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په سیمه کې د ویس قرني له جومات سره د ۳۶ متره موکټ مرسته وشوه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ، د لوی خدای (ج) د رضا او ثواب لاسته راوړلو په موخه وکړه، چې ۱۸ زره افغانۍ ارزښت لري.
دغه موکټ د پیمان خیریه بنسټ د مرستیال محمد شاپورعرب له خوا د یاد جومات ملا امام او ځایي مخورو ته وسپارل شو، چې تر سپارلو وروسته په یاد جومات کې د لمونځ کوونکو لپاره هوار شو.
د مغل خیلو د کلي قومي مخورو د پیمان خیریه بنسټ له دې مرستې مننه وکړه، او دا یې له سترو ثوابونو ډک کار وباله.
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
جمعه، کب ۱۸ مه
د پیمان خیریه بنسټ له خوا په لوګر ولایت کې له ۳۶ کونډو، یتیمانو، معیوبینو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د ښځو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه د پیمان خیریه بنسټ مرستیال محمد شاپورعرب، د ښځو چارو رئیسه شیما زرګر او یو شمېر نورو محلي چارواکو ګډون کړی وو.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان وکړه، چې ټول ټال ۵۴۳۶۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۵۱۰ افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ور کړل شول.
!!!د پیمان خیریه بنسټ د اړمنو کورنیو لاس نیوی کوي
د پیمان خیریه بنسټ د اړمنو کورنیو لاس نیوی کوي!!!
هغه بېوزلې، کونډې، یتیم، معیوب او معلول، راغلي ګډوال او بي ځایه شوي کورنۍ، چې بشري مرستو ته اړتیا لري خبر ورکول کیږي، چې د پیمان خیریه بنسټ له دا ډول کورنیو سره د مرستې کولو په موخه د نوم لېکنې پروسه په پل علم ښار کې د پیمان خیریه بنسټ په ساحوي دفتر کې پیل کړې ده.
پته: د لوګر د پوهنې ریاست د زړې ودانۍ لومړۍ خونه.
د نوم لېکنې وخت: هره ورځ د سهار له نهو بجو نیولې د ماسپښین تر ۳ بجو پورې.
موبایل شمېره: ۰۷۰۸۱۹۸۴۰۰
په درناوي
د پیمان خیریه بنسټ له خوا
!جمعیت هلال احمر افغانی یکبار دیگر اطفال بیمار تان را جهت تداوی به جرمنی میفرستد
جمعیت هلال احمر افغانی یکبار دیگر اطفال بیمار تان را جهت تداوی به جرمنی میفرستد!
به اطلاع هموطنان گرامي رسانيده مي شود که؛ دهکده صلح آلمان به همکاری جمعیت هلال احمر افغانی کودکانی را که به بیماری هاي ذيل مبتلا باشند جهت تداوی پس از معاینه و تشخیص به کشور آلمان اعزام می نماید:
- استخوان شکن
- سوختگی شدید
کودکانی که به بیمار های فوق مصاب بوده
و سن شان بین 1- 11 سال باشند، به تاریخ ۲۶ جدی به دفتر جمعیت هلال احمر افغانی واقع در پل آرتل کابل مراجعه نمایند و هنگام مراجعه اسناد ذیل را همراه باخود داشته باشند:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرتیا ده
د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرتیا ده
په جرمني کې وړيا درملنه/ تداوى رایگان در جرمنی
د افغاني سرې مياشتې ټولنه يو ځل بيا ستاسو ناروغ ماشومان جرمني ته د درملنې په موخه استوي!
ټاکل شوې د روان کال د مرغومې "جديې"د مياشتې په شپږویشتمه نېټه د جرمني د سولې کلي ډاکټران د سخت سوي او هډوکي د ماتوالي په ناروغۍ د اخته ماشومانو د تشخيص او معاينې په موخه کابل ته تشريف راوړي او ناروغ ماشومان له معاينې وروسته په وړيا ډول د درملنې په موخه جرمني هېواد ته له ځان سره بوزي.
له هغو هېوادوالو څخه چې ماشومان يې په ياده ناروغۍ اخته وي هيله کېږي ترڅو په ياده نېټه د کابل په پل آرتل سيمه کې د سرې مياشتې دفتر ته د ناروغو ماشومانو د معاينې په موخه تشريف راوړي.
شرطونه :
د ویس قرني جومات جوړولو چارې ښې روانې دي
د ویس قرني جومات جوړولو چارې ښې روانې دي
د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر
شنبې، لړم ۲۰ مه
د لوګرد محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په سیمه کې د ویس قرني جومات ته د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې په ښه ډول روانې دي.
د ویس قرني جومات د پیمان د خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان په شخصي پیسو جوړیږي.
یادجومات په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړیږي، چې په یوه وخت کې به د څلور سوه لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.
د پیمان خیریه بنسټ له ټولو سواګرو او شتمنو څخه غوښتنه کوي، چې د نوموړي جومات په جوړېدو کې له دغه بنسټ سره مرسته او همکاري وکړي.
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګوي
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګوي
د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر
چهارشنبې د لړم ۱۰ مه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د واغجان په سیمه کې د امام کوفي جومات د بیاررنګول چارې پیل کیږی.
یاد جومات د واغجان د کلي د قومي مشرانو په غوښتنه د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» په شخصي لګښت بیاررنګ کیږي.
د امام کوفي جومات ته نوی رنګ ورکول کیږي، چې د رنګه ولو چارې به یی په شلو ورځو کې پای ته ورسیږي.
د واغجان د کلي قومي مشر استاد محمد ولي د پیمان خیریه بنسټ له رئیس څخه مننه او قدرداني وکړه.