Home خانه
د خوښۍ خبر
د خوښۍ خبر
څوارلس کلن ماشوم رامین جان، چې د ځیګر په ناروغۍ اخته شوی و او د هېواد او ځینو بهرنیو هېوادونو په روغتونونو کې ورته ځواب ورکړل شوی و، نن خوشبختانه رامین جان د درملنې لپاره د ترکیې هېواد ته و استول شو.
هېره دې نه وي چې ددی ماشوم د لیږلو او نورو چارو کی د ښاغلۍ الحاج محمداکبر ستانکزی د لوګر د خلکو منتخب وکیل او د یو ټکړه ځوان او خدمت ګار مصطفی خیر اندیش او د لندن څخه د ښاغلۍ ګل الرحیم ۵۰۰ پونډ نقدی مرسته او همدا راز د سویډن څخه د پیمان دخیریه بنسټ درئیس د کورنۍ لخوا ددی مریض سره ۳۶۰۰۰ افغانیو نقدی مرستی هم د قدر وړ دی.
ددې سفر ټول اداري طی مراحل او ورسره یو څه نقدي مرستې د ښاغلۍ الحاج محمد اکبر ستانکزی ، مصطفی خیر اندیش او د پیمان خیریه بنسټ لخوا ترسره شوي او پاتې نورې چارې یې د روغتیا وزارت لخوا ترسره شوي دي....
هیله مند یو چې د رامین جان عملیات په خیر او سلامتۍ سره ترسره شي.