Home خانه

یوه ناروغه نجلۍ د خپلې درملنې غوښتنه کوي

یوه ناروغه نجلۍ د خپلې درملنې غوښتنه کوي

پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، کب ۷ مه ۱۳۹۷

Kabul 25 400په کابل ښار کې یوه ناروغه نجلۍ ، چې له ډېرې مودې راپدېخوا ناروغه ده له شتمنو هېوادوالو څخه د خپلې درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

دغه نجلۍ ، چې شاوخوا ۱۸ کاله عمر لري د یوه سپین ږیري پلار میراج الدین لور ده ، چې دا مهال له خپلې بېوزلې کورنۍ سره یو ځای د کابل ښار د نیازخیلو په کمپ کې اوسېږي.

یادې نجلۍ له پیمان خیریه بنسټ سره په مرکه کې ویلي، چې د پلار اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی، له ډېرې مودې راهیسې ناروغه یم ، کورنۍ مې د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له امله زما د درملنې توان نه لري.

هغې تر ډېرې ژړا وروسته زیاته کړه ، که مې درملنه ونه شي ښایي مړه شم او د خپل ژوند امیدونه به هغه دنیا ته له ارمانونو ډک یوسم .

دغې نجلۍ له ټولو دولتي چارواکو، موسسو او شتمنو هېوادوالو څخه د خپلې درملنې په برخه کې د مرستې هېله وکړه او زیاته یې کړه، که هر چا زما د درملنې په برخه کې مرسته وکړي ښایي، چې د ټولې نړۍ ناروغ وګړي  یې ژغورلي وي. 

هغه دولتي چارواکو، موسسې او یا هم شتمن هېوادوال، چې غواړي د یادې ناروغې د درملنې لپاره مرسته وکړي نو له پیمان خیریه بنسټ سره دې په اړېکه کې شي.

د پیمان خیریه بنسټ له دغې ناروغې سره مرکه کړې ده، چې دا دی د دغې ناروغې د زړه درد هغې په ژبه واورئ.

دنوموړی کورنی د اړیکی شمیره: منیره  د  معراج الدین د اړیکی شمیره: 0781123471