Home خانه
د پيمان خيريه بنسټ لخوا د اووم ځل لپاره يوې بې وزلې کورنۍ سره مرسته وشوه
د پيمان خيريه بنسټ لخوا د اووم ځل لپاره يوې بې وزلې کورنۍ سره مرسته وشوه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، غبرګولی ۳ مه ۱۳۹۸
د پیمان خیریه بنسټ د کابل په ارزان قیمت سیمه کی له یوې بیوزلې کورنۍ سره د خوراکي توکو تر څنګ نغدي پیسیې مرسته هم وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي له خوا سویډن څخه د خدای ( ج ) د رضا او د روژی مبارکی میاشت کی دا بیوزلی یتیمانو او کونډو کورنۍ سره کړې ده.
په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د ۳۴۶۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي لکه ( یوه بوجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره او یو کیلو شین چای او ۳۰۰۰ افغانی نغد ورکړل شو.
یادې کورنۍ پر شوې مرستې خوښي وښوده او ویې ویل، چې د خپل د اختر د کالی او د ماشومانو دخوراک لپاره یې هیڅ خوراکي مواد نه درلودل، خدای ( ج ) دې بی بی حاجی او د پیمان خیریه بنسټ رئیس محمد شاه پیمان ته په دنیا او آخرت کې خیر او برکت ور کړي، چې له ما سره یې مرسته وکړه.
دا مرسته نن د پیمان د خیریه بنسټ د مالی چارو مسؤل ښاغلې محمد شریف (یوسفزی) په وسیله سره دا مرسته په ډیر صداقت او پوره امانتدارۍ روژه په خوله دغه بیوزلی کورنۍ ته ورسول خدای ج دی شریف جان ته اجر او ثواب په نصیب کی کړی. آمین
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو کې وګورئ!