Home خانه

په لوګر او کابل ښار کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه

په لوګر او کابل ښار کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه

لوگر، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبه، ثور ۵ مه ۱۳۹۹

Ramazan 2020 500د پیمان خیریه بنسټ په لوګر او کابل کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو، معیوبینو، معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي او خپله الحاج محمد شاه (پيمان) دنوموړۍ بنسټ مشر د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه، چې ۱۳۰۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۷ کورنیو ته، چی هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې هر یو ۱۲ کورنیو ته ۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
باید وویل شي، چې ښاغلی محمد شاه ( پیمان) په اصل کې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي اوسېدونکی دی، چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره له هیواده بهر په سویډن کې اوسیږي.
د یادونې وړده؛ چې د پیمان خیریه بنسټ رئیس هر کالې ورته مرستی کړې ده او نقدی پیسی او خوراکی توکو او سوند توکی یې پر کوڼدو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو باندې وېشلې ده.
د مغل خیلو د کلي یوه اوسیدونکي محمد جاوید وایي؛ چې د پیمان خیریه بنسټ له دې مرستی سره کونډې، یتمیان او بې وزلۍ کورنۍ د روژی له خوښیو په بشپړه توګه برخمنې کړې او اوس دغه کورنۍ داسې فکر نه کوي، چې دوی خوراکی توکی نه لري.
د واغجان د کلي یوه اوسیدونکي عبدالعزیز وویل؛ چې د خوراکی توکو د اخیستلو توان یې نه درلوده، خو د پیمان خیریه بنسټ نن مرسته ورکړه او دی یې له ناهیلۍ څخه وژغوره.
د کابل د چهلستون د کلي یوه اوسیدونکي سردار وویل؛ چې د خوراکی توکو د اخیستلو توان یې نه درلوده، خو د پیمان خیریه بنسټ نن مرسته ورکړه او ددی کورنی یې له ناهیلۍ څخه وژغوره.
هغه له ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» څخه مننه وکړه؛ چې په دې مبارکه ورځ یې د دوی د کلي بېوزلو کورنیو ته خوراکی توکی ووېشله.
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!