Home خانه
د محمد شاپورعرب لنډ ژوند لیک
د محمد شاپورعرب لنډ ژوند لیک
محمد شاپورعرب په (۱۳۶۹هـ ش ) کال په یوې دیندارې او مخورې کورنۍ ږیږېدلې دی او د لوګر مرکز اړوند د پورک د کلي اوسیدونکی دی.
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د شهید غلام نبي سمسور د هلکانو او ثانوي زده کړې یې د کلنګار جهادي د هلکانو په لېسه کې د ( ۱۳۸۴ هـ ش ) کال پر مهال بشپړې کړي دي.
نوموړي د کابل ښار په یوه خصوصي پوهنتون کې د ژورنالیزم لوړې زده کړې او دغه راز د نی په روزنیز مرکز کې هم د ژورنالیزم نېمه لوړې زده کړې یې کړي دي.
محمد شاپورعرب دا مهال د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول دی او له هغه مخکې د اتو کلونو لپاره له پژواک خبري آژانس سره د لوګر د لومړني ولایتي خبریال په توګه دنده هم پرمخ وړې ده.
عرب د پژواک خبري آژانس له خبریالۍ مخکې د کابل ښار په نور خصوصي ټلویزیون کې د نطاق او د لوګر په ملي راډیو ټلویزیون، ملي پیغام او استقلال راډېو ګانو د خبریالۍ دنده هم ترسره کړې ده.
نوموړی د پیمان خیریه بنسټ خپل مرستیال ټاکلی دی او د خپلو نورو دندو ترڅنګ دغه دنده به هم پرمخ وړي.