Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ پر یتیمانو او بې وزلو د قربانۍ غوښه ووېشله
د پیمان خیریه بنسټ پر یتیمانو او بې وزلو د قربانۍ غوښه ووېشله
د جمعې مبارکه ورځ د لوی اختر لمړۍ ورځ:
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د واغجان، دهنو او مغل خیلو د سیمو پر۶۰ یتیمانو او بې وزلو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.
دغه قرباني د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» نن د نیکمرغه لوی د لمانځه له ادا کولو وروسته د خدای (ج) د رضا او د حضرت ابراهیم (ع) د یاد پرځای کولو په موخه وکړه.
ښاغلی الحاج سلیم عابد پیمان؛چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره له هیواده بهر په سویډن کې اوسیږي د خپلې قربانۍ لپاره یې د پیمان خیریه بنسټ ته ۳۹ زره افغانۍ رالېږلې وې.
د قربانۍ دغه غوښه د پیمان د خیریه بنسټ کارکوونکو په منظم ډول د لیست مطابق هرې کورنۍ ته دوه کیلو ګرامه غوښه ورکړه،ترڅو یادې کورنۍ د لوی اختر له خوښۍ څخه په پوره توګه برخمنې شي.
د واغجان د کلي یوه قومي مشر محراب الدین وویل؛چې د پیمان خیریه بنسټ له دې غوښې سره یتمیان او بې وزلۍ کورنۍ د اختر له خوښیو په بشپړه توګه برخمنې کړې او اوس دغه کورنۍ داسې فکر نه کوي، چې دوی قرباني نه لري.
د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!
د مغلوخیلو د کلي یوه بل اوسیدونکي مجیب الله وایي؛چې د قربانۍ توان یې نه درلوده، خو د پیمان خیریه بنسټ نن دوه کیلو غوښه ورکړه او دی یې له ناهیلۍ څخه وژغوره.
هغه له ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» څخه مننه وکړه؛ چې په دې مبارکه ورځ یې د دوی د کلي بېوزلو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ورکړه.
قرباني يو ابراهيمي ياد دى؛دا د الله جل جلاله په لار کې يو ډول سرښندنه او د الله جل جلاله د مننې اداء کول هم دي. کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي، نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.
بډاى او فقير يو د بل تر څنګ خوښي کوي؛ چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.
که د اختر په لومړۍ ورځ لمونځ د کومې ستونزې له کبله و ځنډيږي د اختر د لمانځه د وخت د تېرېدو وروسته خلک کولاى شي چې خپلې قربانۍ حلالې کړي.
د ذوالحجې لسمه ، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي ، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي . خو په دې درېو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري.
د یادونې وړده؛ چې د پیمان خیریه بنسټ مشر هر کالې ورته قرباني کړې ده او غوښه یې پر یتیمانو او بېوزلو کورنیو باندې وېشلې ده.