Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه په کمپ کې د یوې ډېرې بېوزلې کونډې مور لاس نیوی وکړ.
دغه مور شپږ ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، ډېره بېوزله ده، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ څه نلري او اوس د پل شینه په کمپ کې د خټو په یوه خونه کې شپې ورځې سبا کوي.
یادې مور په ژړا غوني حالت د پیمان خیریه بنسټ ته وویل، چې بېوزلي ژوند مې سخت خراب کړی، د بېوزلۍ له لاسه مشر زوی ته مې رواني تکلیف پیدا شوی او آن اعصابو یې هم کار پریښی دی.
دغې مور له دېرې ژړا وروسته وویل، هره ورځ د خلکو په کورونو کې کالي مینځمه او له دې لارې د خپلو بچیانو نفقه پیدا کومه، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي.
د پیمان خیریه بنسټ د دغې بیوزلې مور د ژوند له څېړلو وروسته له دغې مور سره د یو بوجۍ اوړو، یو بوجۍ ورېجو، پنځه لیټره غوړیو، نیم من بورې، یو کیلو شین چای او د دولس بستو مالګې مرسته وکړه.
ددې کورنۍ د مرستی ورکولو بشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
ددې کورنۍ د ستونزی په هکله بشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
له دې مور سره یاده مرسته د ښاغلي میرویس له خوا، چې دا مهال په سویډن کې اوسیږي د خدای ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وشوه.
یادې میرمنې د پیمان خیریه بنسټ پر مرستې خوښې وښوده او د دغه خیریه بنسټ له مشر ښاغلي محمد شاه پیمان څخه یې د مرستو په برابرولو کې مننه او قدر داني وکړه.
هغه هیوادوال،چې غواړي له دې کونډې او بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې تماس ونیسي.
د دغې بېوزلې او کونډې مور د ژړونکي ژوند حال په خپاره شویو انځورونو او ویډیو کې وګورئ، تاسو به هم حیران شی ، چې دا مور څه ډول ژوند لري.