Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ د یوه جومات نات کانکریټ کړ
د پیمان خیریه بنسټ د یوه جومات نات کانکریټ کړ
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبه، چنګاښ ۱۵ مه
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په کلي کې د ویس قرني په نوم د نوي جوړشوي جومات نات هم کانکریټ کړ.
یاد لګښت، چې ۱۶ زره افغانۍ کیږي، د پیمان د خیریه بنسټ د عمومي رئیس محمد شاه پیمان له خوا ورکړل شوی دی.
د یاد جومات د بنسټ ډبره تېر کال د سیمې خلکو د پیمان خیریه بنسټ په مالي مرسته اېښې ده، چې تر اوسه د لومړي پوړ چارې یې بشپړې شوې دي.
د نوموړي جومات د لومړي پوړ په جوړولو سره د یادې سیمې سلګونو اوسېدونکو ته د لمونځ او د لوی خدای ج د عبادت کولو لپاره مناسب چاپیریال برابر شو.
ددې جومات په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
د پیمان خیریه بنسټ هڅه کوي، چې د بودجې په پیدا کولو سره د یاد شوي جومات د دویم پوړ د جوړېدو چارې هم پیل کړي.