Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ اساسی موخې
د پیمان خیریه بنسټ اساسی موخې
۱- جوماتونو، دیني مدرسو او ښوونځیو ته د پاکو اوبو
لپاره د څاه ګانو کېندل.
۲- د اوبو څاه ګانو ته د لاسي بمبو کېنول.
۳- په جوماتونو، دیني مدرسو او ښوونځیو کې د لمونځ
کوونکو لپاره د اوداسه ځایونو او د اوبو ذخیرو
جوړول.
۴- په جوماتونو، دیني مدرسو او ښوونځیو کې د لمریزې
انرژې په مټ د اوبو سیستم فعالول.
۵- په خصوصي پوهنتونونو کې د یو شمېر بېوزلو
محصلینو د کلني فیس او لګښتونو ورکول.
۶- له یتیمو، معیوبینو، معلولینو، ګونډو او بیوزلو کورنیو
سره د خوراکي موادو مرسته.
۷- له زندانیانو، یتیمانو، ګوڼدو، معیوبینو، معلولینو او بېوزلو سره د جامو مرسته.
۸- د بېوزلو ناروغانو د درملنې لپاره نغدي مرسته.
۹- د یتیمانو او بېوزلو کورنیو لپاره د اختریزو میوو برابرول.
۱۰- د یتیمو او بېوزلو زده کوونکو لپاره د لب ټاپ کمپیوټرونو برابرول.
۱۱- د ښې درملنې لپاره بهرنیو هیوادونوته د افغان بېوزلو ناروغانو لېږل.
۱۲- له نوېو راغلو ګډوالو سره اړینې مرستې ، چې هیواد ته نوي راستانه شوي وي.
۱۳- د نجونو او هلکانو لپاره د کمپیوټر، خیاطي، ګلدوزي او نورو لنډ مهاله روزنیز
پروګرامو جوړول.
۱۴- نالوستوکسانو ته د سواد حیاتي کورسونو جوړول.
۱۵- د یتیمانو لپاره د یوه لازم او عصري ښوونیز مرکز جوړول.
۱۶- له معیوبینو او معلولینو سره مرسته.
۱۷- د افغانستان په ښوونځیو او دیني مدرسو کې د نویو درسي میتودونو خپرول (ښوونکو ته
د ظرفیت لوړاوي ورکشاپونو له لارې).
۱۸- بېکاره ځوانانو ته د کارموندنې په موخه د یوه دفتر پرانیستل.
۱۹- د دولسم ټولګیو فارغانو ته د کانکور د تیاري او لار ښود مرکز جوړول.
۲۰- د دولتي کارکوونکو لپاره د کمپیوټر زده کړې مرکز فعالول.
۲۱- د ولادت پر مهال د میندو د مړینې د مخینوي لپاره د روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو
جوړول.
۲۲- په لرو پرتو سیمو کې د قابله ګانو روزل په مسلکي ډول.
۲۳- روغتیايي مرکزونو ته د طبي وسایلو او درملو برابرول.
۲۴- دیني مدرسو او ښوونځیو ته د میزونو، چوکیو، قرطاسیې او سپورټي وسایلو چمتو کول.
۲۵- نارینه او ښځینه دولتي کارکوونکو ته د روزنیزو(ارتقآی ظرفیت) پروګرامونو جوړول.